ایکنا نیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، احمد ابومحس په غوڅو شوو پښو سره په رفح کې سلګونو زده کونکو ته قرآن کریم ورزده کوي.
له دې وروسته چې اسرائيلي نیواکګرو د ابومحسن د کار د ځاي انبیاء جومات ړنګ کړ،د هغه ټپي کیدا او د پښو غوڅيدا د غزې تړانګې په جنوب کې په رفح ښار کې په یوې خیمې کې سلګونو ماشومانو ته د قرآن د ورزده کولو لپاره د هغه د کار د دوام خنډ نه شوه.
ابومحسن وائي؛ په تیرې روژې میاشتې کې ټپي شوی او د قران دزده کړې په زمینې کې مو کار ونه کړئ شو. اوس دخداي په مهربانۍ سره ښه شوی یم او وتوانیدم ،دجنګ له ختمیدا وروسته د قرآن د حفظ د زده کړې لپاره ده لمونځ کوټه تاسیس کړو، الحمدالله هره ورځ د زړه کړې لپاره شاګردان دلته راځي.
هغه ووئيل ج ومات د تودوخې کمیدا او یا زیاتیدا ته په پام سره له دغې پلاسټیکي کوټې لا ښه ؤ، خو الحمد الله زده کونکو خپل کلک هوډ وښود څو قرآن کریم یاد کړي او حفظ ئې کړی.
زده کونکي خپله ورځ د سهار له لمانځّ سره پیلوي او بیا د ماسپښین لمانځه وروسته د قرآن حفظ او بیا د مازدیګر له لمانځه وروسته د نبوي سنت د زده کړې او د تجوید احکام محفلونه پیلیږي.
ابومحسن د خپلې ټپي کیدا په باب توضیح ورکې چې په رفح کې جومات ته روان وو چې د اسرائيلو نیواکګرو پوځیانو هغه ټارګټ کړ. هغه بیا وائي، دخداي ډیر شکر دی ددې پيښې په خاطر چې دما لپاره رامینځةشوې ده .هیله مند یم زما پښې له ما مخکې بهشت ته رسیدلی وي.
ددغې قرآني مدرسې یو زده کونکی محمد محسن وائي؛ په خیمو کې د نن سبا رمضان له جنګ څځه له مخکې پړاؤ سره چې نیواکګرو جوماتونه ړنګ کړل په بشپړ ډول توپیر لري ،خو د احمد ابومحسن معلم په شان د کسانو د شتون په خاطر چې له ځوانانو او هلکانو سره دقرآن په حفظ کې مرستې کوي، دخداي ډیر شکر ګزار یوو.
https://iqna.ir/fa/news/4270504